دوشنبه, جون 15, 2026
Homeافغانستاناسحاق ډار:د امریکا او ایران تفاهم د سولې او نړیوال ثبات لپاره...

اسحاق ډار:د امریکا او ایران تفاهم د سولې او نړیوال ثبات لپاره مهم پرمختګ دی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د امريکا او ايران ترمنځ د رامنځته شوي تفاهم هرکلی کړی او هغه يې د ډيپلوماټيکو هڅو يو مهم پرمختګ بللی دی.

نوموړي ویلي چې دا پرمختګ د دوامدارو خبرو اترو او د دوستو هېوادونو د ګډو هڅو پایله ده چې د شخړو پر ځای یې د خبرو او تفاهم لاره غوره کړې ده.

اسحاق ډار زیاته کړې چې دا موافقه به د نړیوالو بازارونو او نړیوال اقتصاد لپاره د ثبات او باور فضا رامنځته کړي، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو لپاره چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو له امله ډېر زیانمن کېږي.

هغه ویلي چې پاکستان د دې بهیر په اوږدو کې له ټولو اړخونو سره په فعاله توګه اړیکه ساتلې او تل یې د زغم، خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کړی دی.

نوموړي د امریکا او ایران له مشرتابه مننه کړې چې د سولې د حل لارې په لټه کې پاتې شوي، او همدارنګه یې د سعودي عربستان، قطر، ترکیې، مصر، ملګرو ملتونو او نورو شریکانو د هڅو ستاینه کړې ده.

اسحاق ډار ویلي چې پاکستان چمتو دی د دې پرمختګ د لا پیاوړتیا لپاره په راتلونکو هڅو کې هم خپل رول ته دوام ورکړي.

هغه همدارنګه د جون په ۱۹مه په جنیوا کې د رسمي لاسلیک د مراسمو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا پرمختګ به په سیمه کې د تلپاتې سولې او ګډې سوکالۍ لامل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here