افغان سوداګر او پانګه وال میرویس عزیزي په خپله تازه مرکه کې د طالبانو حکومت د بانکي سېسټم فعالیتونه ستایلي.
عزیزي وایي: «اسلامي امارت په تش لاس بانکي سیستم داسې ژوندی وساته چې د نړۍ ډېر اقتصادي دوکتوران ورته حیران دي.»
نوموړي همداراز د مرکې په دوام ویلي چې نه یې غوښتل د جمهوریت پر مهال له امریکایانو د تېلو قراردادونه واخلي، ځکه په وینا یې دا کار یې وجدان نه مانه.
د میرویس عزیزي دې څرګندونو په خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي، یو شمېر فعالان وایي، که د طالبانو د حکومت بانکي سېسټم دومره فعال دی نو ولې بشري مرستې او ۴۰ میلیونه ډالر په چارټر الوتکو او کڅوړو کې افغانستان ته راوړل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې لا هم د افغانستان بانکي سېسټم له پراخو نړیوالو محدودیتونو سره مخ دی او د پیسو راکړه ورکړه تر ډېره د صرافۍ او تبادلې سېسټمونو له لارې ترسره کیږي.

