د فرانسې له سیاسي فعالانو او د «پرمختګپالو غورځنګ» له مشرانو فرانسوا بېشیو د افغان ښځو په ننګ د طالبانو د حکومت پر ضد اعتراض وکړ.
فرانسوا بېشیو په خپله اېکس پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: « له افغان ښځو سره پیوستون؛ د جنسیتي اپارتاید پر ضد! طالبانو ته نه وایو!»
نوموړي همداراز افغان ښځې آزادې کړئ، جنسیتي آپارتاید رد کړئ، افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ او طالبان بند کړئ ټرېنډونه هم کارولي.
فرانسوا یو له هغو فعالانو دی چې په فرانسه کې وخت ناوخت په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ملاتړ په لاریونونو او اعتراضاتو کې له افغانانو سره ګډون کوي او تل یې د افغان ښځو په ملاتړ دریځونه نیولي دي.

