یکشنبه, جون 14, 2026
Homeافغانستاند خوړو او کرنې نړيوال سازمان:اروپا او منځنۍ آسیا کې له ۱۰۰...

د خوړو او کرنې نړيوال سازمان:اروپا او منځنۍ آسیا کې له ۱۰۰ میلیونو ډېر کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اروپا او منځنۍ اسیا کې د خوړو خوندیتوب او د ځمکو د تخریب ستونزې لا هم د میلیونونو خلکو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې له ۱۰۰ میلیونو ډېر کسان د خوړو له کمښت سره مخ شوي، په داسې حال کې چې نږدې ۹۰ میلیونه هکټاره ځمکه د شګلنېدو او د تولیدي وړتیا د کمېدو له ګواښ سره مخ ده.

د ياد سازمان چارواکو ویلي، که څه هم له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کرنې او خوړو د سیستمونو د پیاوړتیا لپاره له دوو میلیارده ډالرو څخه ډېره پانګونه شوې، خو دا هڅې د موجودو ننګونو د حل لپاره کافي نه دي.

سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د کرنیزو او خوراکي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره هر کال ۶۵ میلیارده ډالر اضافي پانګونه وکړي، څو د خوړو د کمښت، اقلیمي بدلونونو او د ځمکو د تخریب له پراخېدو مخنیوی وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here