د ایران د خرمشهر بندر چارواکو اعلان کړی چې افغانستان او پاکستان ته د ګډ ترانسپورټي سیستم له لارې د اوبلن ګاز صادرات پیل شوي دي.
د بندر د مسؤلینو په وینا، د صادراتو لومړنی پړاو په بریالیتوب بشپړ شوی او تمه ده چې دا نوې لاره به د خرمشهر بندر د لوژستیکي او سوداګریز اهمیت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو ته ډېره پاملرنه کړې، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې له پاکستان سره د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې محدودیتونه زیات شول.
ایران اوس افغانستان ته اوبلن ګاز، تېل، پتروشیمي محصولات، خوراکي توکي او ساختماني مواد صادروي.
د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ ارزښت شاوخوا څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي.

