د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې وروستي متن ته د رسېدو په برخه کې پرمختګ شوی او دواړه خواوې باید ژر تر ژره دا هوکړه لاسلیک کړي.
نوموړي دا څرګندونې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې خبرو کې د سیمې د وروستیو پرمختګونو، دوه اړخیزو اړیکو او د سولې د هڅو پر موضوعاتو بحث شوی دی.
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ټینګار کړی چې قطر د پاکستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي او له ټولو اړخونو غواړي چې د یوې پراخې او دوامدارې هوکړې لپاره همکاري وکړي، څو په سیمه کې ثبات او امنیت پیاوړی شي.

