د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی ویلي چې افغانان او پښتانه د تاریخ په اوږدو کې د خپلې خاورې، خپلواکۍ او ملي هویت د ساتنې لپاره ولاړ پاتې شوي او هېڅکله یې خپله ازادي بل چا ته نه ده سپارلې.
هغه د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د بودجې د بحث پر مهال وویل چې د انګرېزانو له راتګ مخکې پېښور د ژمي پر وخت د افغان سلطنت پلازمېنه وه او تاریخي اسناد ښيي چې دغه سیمه د افغان واکمنۍ برخه وه.
اڅکزي د بریتانوي ډیپلومات ماونټ سټوارټ الفنسټن د کتاب یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په هغه کې د افغانستان او افغانانو په اړه مهم تاریخي معلومات ثبت شوي دي.
نوموړي وویل چې ګڼو تاریخلیکونکو د افغانانو د مېلمهپالنې ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې مسافرو ته به په افغان ټولنه کې بې له پوښتنې د استوګنې او خوراک اسانتیاوې برابرېدې.
هغه د فاټا د ادغام په اړه وویل چې دا پرېکړه له پراخو مشورو پرته شوې او وروسته له هغې په سیمه کې امنیتي او سیاسي ستونزې زیاتې شوې دي.
اڅکزي همداراز د بلوچستان د وضعیت یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د زور پر ځای باید د سیاسي خبرو او تفاهم له لارې د ستونزو حل وموندل شي.
د هغه په وینا، د چمن او تورخم لارې د زرګونو کورنیو د عاید مهمه سرچینه ده او د دغو لارو بندېدل د سرحدي سیمو پر اقتصاد منفي اغېز لري.

