د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ (APL) لومړۍ سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر په ۲۷مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.
په دې لیګ کې به پنځه لوبډلې د کابل، کندهار، بلخ، پکتیا او ننګرهار ولایتونو په نومونو سیالي وکړي.
کرېکټ بورډ د لوبډلو د مالکیت لپاره نړیوالو پانګهوالو او سوداګریزو شرکتونو ته بلنه ورکړې او ویلي یې دي چې د غوښتنلیکونو سپارلو بهیر به د جون تر ۳۰مې دوام وکړي.
د بورډ چارواکي باور لري چې دا لیګ به یوازې د کرېکټ سیالۍ نه وي، بلکې د افغان کرېکټ د اقتصادي ودې، پانګونې راجلبولو او د ځوانو استعدادونو د راڅرګندولو لپاره یو مهم فرصت هم وي.
د کرېکټ بورډ رئیس میرویس اشرف ویلي، موخه یې دا ده چې یو دوامداره او په نړیواله کچه پېژندل شوی لیګ رامنځته کړي چې هم افغان لوبغاړو ته فرصتونه برابر کړي او هم نړیواله پانګونه هېواد ته راجلب کړي.
د يادونې وړ ده چې متحده عربي امارات د دې سیالیو کوربه توب کوي.

