د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې هغه تګلاره غیرقانوني وبلله چې د افغانستان، ایران او لسګونو نورو هېوادونو د وګړو د کډوالۍ، پناه غوښتنې، کاري اجازو، ګرین کارتونو (Green Cards) او تابعیت غوښتنلیکونو پروسس یې ځنډولی و.
محکمې امر کړی چې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ اداره (USCIS) باید دغه غوښتنلیکونه سمدستي بېرته په عادي ډول وڅېړي او پرې پرېکړې وکړي.
د محکمې د پرېکړې له مخې، د ټرمپ ادارې د ۳۹ هېوادونو د اتباعو دوسیې یوازې د هغوی د تابعیت پر بنسټ درولې وې، چې دا کار د امریکا د کډوالۍ له قوانینو او اداري اصولو سره په ټکر کې بلل شوی دی.
قاضي جان مککانل ویلي چې دې تګلارې زرګونه کسان په «نامعلوم حقوقي وضعیت» کې ساتلي وو او د هغوی پر ژوند یې جدي اغېزې کړې دي.
د دغو محدودیتونو له امله ګڼ افغانان، چې د پناه غوښتنې، کاري اجازې، دایمي استوګنې یا تابعیت په تمه وو، له اوږدو ځنډونو او ستونزو سره مخ شوي وو.
د مدافع بنسټونو په وینا، د محکمې وروستۍ پرېکړه به د زرګونو بندو پاتې شویو دوسیو د بیا فعالېدو لامل شي.
وروسته له هغې چې محکمې د بندیزونو د لغوه کېدو حکم صادر کړ، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې اعلان وکړ چې که څه هم له پرېکړې سره موافقه نه لري، خو د محکمې حکم به عملي کوي او د کډوالۍ او پناه غوښتنې غوښتنلیکونو پروسس به بېرته پیل کړي.
دا محدودیتونه د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د یوه افغان پناه غوښتونکي له لوري په واشنګټن کې د دوو ملي ګارد سرتېرو تر برید وروسته وضع شوي وو، خو منتقدانو ویل چې د زرګونو قانوني غوښتونکو سزا کول د قانون او عدالت له اصولو سره سمون نه لري.

