د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، سبا د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې د برېښنایي لاسلیک آوازې رد کړې.
نوموړی وایي، په دې اړه وروستۍ نېټه لا نه ده ټاکل شوې او سبا دا کار نه ترسره کیږي.
بقايي په یوه بیان کې ویلي چې د هوکړې لاسلیک ښایي په راتلونکو ورځو کې وشي، خو د مقابل لوري د «متضادو او ناسمو دریځونو» له امله تهران د مذاکراتو د بهیر په اړه په څرګندونو کې احتیاط کوي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کوي چې ډېری پاکستاني لوړپوړو چاوراکو سبا د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې د برېښنایي لاسلیک خبر ورکړی.

