د طالبانو حکومت او ایران د سوداګریزو بنسټونو استازو په یوه ګډه غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د پانګونې د جذب او د سوداګریزو خنډونو د کمولو په اړه بحث.
د غونډې ګډونوالو د سوداګرۍ د ودې لپاره د خصوصي سکټور پر همغږۍ ټینګار کړی او ویې ویل چې د ګډو اقتصادي پروژو ملاتړ او د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.

