شنبه, جون 13, 2026
Homeافغانستانامریکا؛یو شمېر افغان او ایراني کډوال مرکزي افریقا ته لېږدوي

امریکا؛یو شمېر افغان او ایراني کډوال مرکزي افریقا ته لېږدوي

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت په پام کې لري چې د افغانانو، ایرانیانو او ځینو نورو هېوادونو شاوخوا ۲۰ کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته انتقال کړي.

د راپورونو پر بنسټ، دغه اقدام د واشنګټن او مرکزي افریقا جمهوریت ترمنځ د یوې نوې هوکړې له مخې ترسره کېږي، چې له مخې به یې یاد هېواد درېیمګړي کډوال ومني.

د کډوالو د حقونو مدافع وکیلان وايي، په انتقالېدونکو کسانو کې داسې ایرانیان هم شامل دي چې د سیاسي او مذهبي دلایلو له امله خپلو هېوادونو ته د ستنېدو له خطر سره مخ دي.

د دوی په خبره، ځینو دغو کسانو په امریکا کې د پناه غوښتنې قانوني دوسیې هم لرلې او د اخراج پر وړاندې یې محدود حقوقي خوندیتوب ترلاسه کړی و.

بلخوا د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه اندېښنه څرګندوي چې د دغو هوکړو جزییات لا هم روښانه نه دي او ښايي ځینې کډوال وروسته خپلو اصلي هېوادونو ته بېرته ولېږدول شي.

د ټرمپ ادارې استدلال کړی چې دا بهیر د امریکا د کډوالۍ د قوانینو په چوکاټ کې ترسره کېږي، خو منتقدان یې د کډوالو د خوندیتوب او راتلونکي په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here