د هرات لپاره د طالبانو د حکومت والي نور احمد اسلام جار له یوې رسنۍ سره په مرکه کې تایید کړې چې دوی په یاد ولایت کې د حجاب د نه مراعتولو له امله یو شمېرې ښځې او نجونې نیولې دي.
شېخ اسلام جار ویلي، د هرات د نجونو او ښځو حجاب ورځ تر بلې د ځینو مسایلو تر اغېز لاندې راځي او موږ اړ شو ویې نیسو.
نوموړي د ښځو او نجونو د حجاب شخصي انتخاب رواني او شرعي ناروغي بللې او ټینګار یې کړی د دې لپاره یې په ښار کې ښځې نیولې څو د حجاب په اړه ورته ځانګړې لارښوونې وکړي او نور په بشپړ اسلامي حجاب کې ښار او بازار ته د اړتیا په صورت کې راووځي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د طالبانو د حکومت امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او په هرات کې طالب چارواکو د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د ښځو او نجونو د نیولو راپورونه ردول.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښیي چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو په تېرو څو ورځو کې په هرات ولایت کې له ۳۰ ډېرې ښځې او نجونې نیولې دي.

