جمعه, جون 12, 2026
Homeافغانستاناشرف غني:افغانستان له لسیزو راهیسې له ایران څخه د خپلو اوبو اقتصادي...

اشرف غني:افغانستان له لسیزو راهیسې له ایران څخه د خپلو اوبو اقتصادي ګټه نه ده ترلاسه کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته د څو لسیزو په موده کې د خپلو اوبو لویه برخه پرته له اقتصادي ګټې ایران ته پرېښې ده.

ښاغلي غني په یوه تازه پوډکاسټ کې د هلمند سیند د اوبو د لانجې په اړه ویلي چې افغانستان د هغو میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوبو په بدل کې، چې ایران ته تللې، هېڅ ډول اقتصادي ګټه نه ده ترلاسه کړې او دا وضعیت عادلانه نه و.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران حقابه باید د شته تړون له مخې ورکړل شي، خو له ټاکلې ونډې زیاتې اوبه باید د افغانستان د ملي ګټو، وچکالۍ او د اوبو د موجودیت شرایطو ته په کتو مدیریت شي.

غني دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د وېش او د هلمند سیند د حقابې موضوع لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه مهمه مسئله بلل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here