د اروپايي ټولنې له خوا د بلجیم حکومت ته د طالبانو حکومت د یو احتمالي هیئت د غړو نوملړ سپارل شوی، څو د دغه پلاوي د بروکسل د سفر او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.
د بلجیم چارواکو ویلي چې د امنیتي ادارو له لوري لومړنۍ ارزونې پیل شوې دي، خو تر اوسه پورې د دغه هیئت لخوا رسمي د ویزې غوښتنلیک نه دی ثبت شوی.
بلجیمي رسنیو راپور ورکړی چې اروپايي چارواکي ټینګار کوي د طالبانو له حکومت سره دا ډول خبرې اترې د رسمیت پېژندنې په معنا نه دي، بلکې هدف یې د کډوالو د مسلې او د افغان مهاجرینو د بېرته ستنولو عملي مدیریت دی.

