پنجشنبه, جون 11, 2026
Homeافغانستاند هېدر بار غبرګون؛اروپایي ټولنه له افغان ښځو سره ودرېدی شي خو...

د هېدر بار غبرګون؛اروپایي ټولنه له افغان ښځو سره ودرېدی شي خو که له طالبانو سره اړیکې عادي نه کړي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هېدر بار د اروپایي ټولنې د ویاند انور العانوني هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي په هرات کې د ښځو نیول او د اعتراضو کوونکو ځپل غندي او دوی د افغان ښځو ترڅنګ ولاړ دي.

هېدر بار یې په ځواب کې ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان ښځو ترڅنګ درېدلی شي خو که د طالبانو له حکومت سره اړیکې عادي نه کړي او افغان کډوال ونه شړي.

نوموړې په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي، اروپایي ټولنه که د افغان ښځو تر څنګ درېږي باید له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو اسانتیاوې برابرې نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي ټولنې یو شمېر هېوادونه د افغان کډوالو د شړلو لپاره غواړي له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي او د خبرو لپاره بروکسل ته بلنه ورکړي چې دغه اقدام خپله په اروپا کې هم د ډېرو فعالانو او سیاستوالو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی او له اروپایي ټولنې غواړي دا کار ونه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here