د هرات سیمهییزو طالب چارواکو ویلي چې د اسلامکلا پر لار د یوې ترانزیټي موټرې له امله رامنځته شوې اورلګېدنه د اوروژنې ځواکونو په چټک اقدام مهار شوې او د یوې لویې پېښې مخه نیول شوې ده.
د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې اورلګېدنه ښايي د یوې ترانزیټي موټرې د برېښنايي ستونزې له امله رامنځته شوې وي او وروسته یې لمبې پراخې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې له راپور وروسته د اوروژنې ډلې سمدستي سیمې ته رسېدلې او له پرلهپسې هڅو وروسته یې اور په بشپړه توګه کنټرول کړی دی.
سعیدي زیاته کړې چې اور یوه د ګازو لېږدوونکې ټانکر ته هم رسېدلی و، خو اوروژونکو ځواکونو د وضعیت له لا خرابېدو او د احتمالي لوی زیان مخه نیولې ده.
هغه ویلي چې په دې پېښه کې انساني تلفات نه دي اوښتي، خو یو شمېر وسایطو ته مالي زیانونه رسېدلي دي.
د هرات د والي ویاند له موټر چلوونکو غوښتي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د خپلو وسایطو تخنیکي وضعیت په منظم ډول وڅېړي او د برېښنايي سیستمونو او نورو مهمو برخو د سلامتۍ ډاډ ترلاسه کړي.

