پنجشنبه, جون 11, 2026
Homeافغانستاناروپایي ټولنې؛په هرات کې د ښځو نیول او له اعتراض کوونکو سره...

اروپایي ټولنې؛په هرات کې د ښځو نیول او له اعتراض کوونکو سره د زور کارول وغندل

د هرات ولایت وروستیو پېښو ته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې اروپایي ټولنې هم په یاد ولایت کې د حجاب په پلمه د ښځو او نجونو خپلسري نیول او له اعتراض کوونکو سره د طالب سرتېرو د زور زیاتي وروستۍ پېښه وغندله.

د اروپایي ټولنې ویاند انور العانوني ویلي، په هرات کې د ښځو د نیولو او د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور زیاتي کارونه غندم.

نوموړي په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې د «حجاب د لارښوونو د نه مراعات» په تور د ښځو خپل‌سري نیول د اندېښنې وړ دي او باید ودرول شي.

انور العانوني زیاته کړې چې د افغانستان سرپرست چارواکي باید د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو ته درناوی وکړي چې د سوله‌ ییز اعتراض حق هم په کې شامل دی.

هغه ټینګار کړی چې اروپایي ټولنه د افغان ښځو تر څنګ ولاړه ده او د هغوی د حقونو او بنسټیزو آزادیو ملاتړ ته ژمنه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here