پنجشنبه, جون 11, 2026
Homeافغانستانلندن کې؛د افغان ښځو او نجونو د تجربو، ستونزو او زغم نندارتون...

لندن کې؛د افغان ښځو او نجونو د تجربو، ستونزو او زغم نندارتون جوړېږي

د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د کډوالو اوونۍ په مناسبت به په لندن کې یو وړیا نندارتون جوړ شي، چې پکې به د افغان ښځو او نجونو تجربې، ستونزې او زغم نندارې ته وړاندې شي.

ټاکل شوې دا نندارتون د جون له ۱۲مې تر ۲۳مې پورې د ساوت وارک کاتیدرل په ودانۍ کې ترسره شي.

په دې نندارتون کې به د انځورونو، شخصي کیسو او هنري اثارو له لارې د افغان ښځو ژوند ته کتنه وشي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې افغان ښځې د وروستیو محدودیتونو له امله تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي او د دوی ورځنی ژوند له پراخو ستونزو سره مخ دی.

په نندارتون کې به د افغان هنرمندې شمسیا حسني هنري اثار، د عکاسې کلاودیا جانکې انځورونه او د نورو هنرمندانو بصري کیسې هم نندارې ته وړاندې شي.

راپورونه وايي چې د ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي او لا هم میلیونونه ښځې د بنسټیزو حقونو له کمښت سره ژوند کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here