د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د ښځو شل اوریز نړیوال جام راتلونکي پړاو لپاره د ښځینه لوبڅارانو او د لوبې د ناظرانو بشپړ پلاوی اعلان کړ.
په ټولیز ډول د شل اوریز نړیوال جام د ۳۳ سیالیو لپاره ۱۴ ښځینه لوبڅارانې او ۴ د لوبو ریفریانې ګمارل شوي دي. د ۲۰۲۴ کال د ټورنمنټ د لوبڅارانو له ډلې ۹ یې یو ځل بیا د راتلونکې سیالۍ لپاره غوره شوي دي.
دا به د ښځو د شل اوریز نړیوال جام پرلهپسې درېیم پړاو وي چې د لوبو د څارنې او قضاوت ټوله ډله یوازې له ښځینوو جوړه وي.
یاد نړیوال جام د جون په دولسمه د (۱۲) لوبډلو تر منځ انګلېنډ کې پیلیږي چې د جولای تر پنځمې به دوام وکړي.

