د پاکستان ځوان ټول چاري لوبغاړي عرفات منهاس د استرالیا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو په لومړۍ سیالۍ کې د ۳۲ منډو په بدل کې د ۵ ویکټو په اخیستو تاریخ جوړ کړ او د پاکستان لومړنی توپ اچوونکی شو چې د خپلې لومړۍ یو ورځنۍ لوبې پر مهال پنځه ویکټې اخلي.
د نوموړي له ځلانده توپ اچونې وروسته پخوانیو پاکستاني لوبغاړو هم د هغه ستاینه وکړه، سهیب مقصود هغه «ځلانده او ځانګړی لوبغاړی» وباله، سلمان بټ یې د یو ورځني کرکټ د سفر د غوره پیل مبارکي ورکړه، جنید خان یې دا لاسته راوړنه تاریخي وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې لا نورې بریاوې به هم ترلاسه کړي.
بلخوا اظهر علي د پاکستان د بریا ستاینه وکړه او ویې ویل چې عرفات منهاس تر دې ښه پیل نه شو غوښتلی، ځکه په لومړۍ لوبه کې یې پنځه ویکټې واخیست.

