افغان ملي لوبغاړی رحمن الله ګربز چې دا مهال د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د روانو لېسټ اې سیالیو پر مهال د مس عینک لوبډلمشري کوي.
د ننګرهار د خلکو له بې سارې مینې او ملاتړ څخه یۍ مننه کړې ده.
ګربز وایي” د ننګرهار خلکو تل راته ځانګړې مینه راکړې ده په دې ګرمو ورځو کې د دوي حضور او ملاتړ زموږ لپاره لویه انرژي ده، زه له ټولو مینه والو منندوی یم او وعده کوم چې هر کله کورنۍ سیالۍ وي مصروفیت نه وي له دوی سره د لیدنې او لوبېدو لپاره راځم»
نوموړي په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کرکټ مینه والو سره نږدې اړیکې ساتلې او هر ځای د خلکو له تود هرکلي او پراخې مینې سره مخ شوی دی چې د افغان کرکټ د ودې او محبوبیت څرګندونه کوي.

