یکشنبه, مې 24, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا کې امنیتي عملیات؛ لسګونه وسله‌وال او پولیس وژل شوي

خیبر پښتونخوا کې امنیتي عملیات؛ لسګونه وسله‌وال او پولیس وژل شوي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تېرو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، په بنو، شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال له ۲۰ زیات وسله‌وال وژل شوي دي.
بلخوا په باجوړ کې په پاکستاني امنیتي پوستې بریدونه شوي چې ګڼ شمیر پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وایي، په سیمه کې د وسله‌والو فعالیتونه زیات شوي او د مخنیوي لپاره د عملیاتو لړۍ روانه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here