د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې حکومت یې د انټرنېټ د لاسرسي د محدودولو پلوی نه دی او د ټولو سرچینو، په ځانګړي ډول انټرنېټ ته د لاسرسي په برخه کې د تبعیض مخالف دی.
هغې په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې حکومت هڅه کوي د موجودو ملاحظاتو او د رهبر د لارښوونو په پام کې نیولو سره د انټرنېټ په برخه کې شته ستونزې حل کړي، څو یو عادلانه وضعیت رامنځته شي.
مهاجراني همدارنګه ویلي چې هېواد په «جګړهییزو شرایطو» کې قرار لري او ځینې حکومتي پرېکړې د همدې وضعیت له اغېزو سره تړاو لري.

