د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عمان تر سفر وروسته ویلي چې د تهران د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب ګاونډي هېوادونه دي.
عراقچي په دې سفر کې د عمان له پاچا او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او څرګنده کړې یې ده چې د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ پر موضوع هم خبرې شوې دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه له عمان وروسته اسلاماباد ته تللی او ورپسې به روسیه ته سفر وکړي.
تمه ده چې نوموړی په سنپټرزبرګ کې له ولادیمیر پوتین سره وګوري.

