شنبه, اپریل 25, 2026
Homeکورپاڼهاسلام‌اباد کې د امنیتي بندیزونو نرمښت؛د ډونالډ ټرمپ لخوا د پلاوي د...

اسلام‌اباد کې د امنیتي بندیزونو نرمښت؛د ډونالډ ټرمپ لخوا د پلاوي د نه ورتګ تر اعلان وروسته ښار بېرته پرانیستل شو

د پاکستان حکومت وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ اسلام‌اباد ته د امریکایي پلاوي د سفر د لغوه کېدو اعلان وکړ، په پلازمېنه کې د امنیتي محدودیتونو د کمولو بهیر پیل کړی دی.

ځایي چارواکو د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې اوس د عامه ترانسپورټ او بار وړونکو وسایطو ته اسلام‌اباد ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې ده.

همدارنګه، د ښار ټول بس تمځایونه بېرته پرانیستل شوي؛ خو د فیض‌آباد تمځای تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې دی.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې شاوخوا یوه اوونۍ اسلام‌اباد د نیمه قرنطین حالت کې و، چې د ښار د سلګونو زرو اوسېدونکو پر ژوند یې اغېز کړی و.

تمه کېږي چې د محدودیتونو په کمېدو سره به پلازمېنې ته د مېوو، سبزیجاتو او نورو اړینو توکو رسونه بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here