د ایران د وسلهوالو ځواکونو د خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه، له لوري په یوه تازه اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې که پر ایران د سمندري محاصرې لړۍ دوام وکړي، نو امریکا به د ایران له «سخت غبرګون» سره مخ شي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د هر ډول احتمالي برید په صورت کې، د ایران پوځ چمتو دی چې مقابل لوري ته «نور هم درانه او پراخ زیانونه» واړوي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې لا هم د اسلامآباد د خبرو اترو دویم پړاو د هم مهاله ابهام سره مخ دی.

