چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Homeکورپاڼهد بریټانیا د سمندري سوداګرۍ مرکز:د ایران د سپاه پاسداران د بېړۍ...

د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ مرکز:د ایران د سپاه پاسداران د بېړۍ د ډزو له امله یوې تجارتي کښتۍ ته زیان اوښتی

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ مرکز ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران یوه بېړۍ د عمان شمال‌ختیځ ساحل ته نږدې د یوې کانټینري کښتۍ پر لور بې له خبرداري ورنږدې شوې او ډزې یې پرې کړې دي.

د راپور له مخې، دا پېښه شاوخوا ۲۸ کیلومتره د عمان ساحل ته نږدې رامنځته شوې ده.

د کښتۍ کپتان ویلي چې د بېړۍ یوه برخه زیانمنه شوې؛ خو د عملې ټول غړي روغ پاتې شوي دي.

همداراز ویل شوي چې په دې پېښه کې نه اورلګېدنه رامنځته شوې او نه هم چاپېریالي زیان اوښتی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here