واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې اسلام اباد ته د جیډي ونس سفر د سپینې ماڼۍ د «اضافي پالیسۍ غونډو» له امله ځنډول شوی دی.
په ورته وخت کې اکسیوس راپور ورکړی چې د ایران چارواکو لا هم پرېکړه نه ده کړې چې په خبرو کې به ګډون وکړي که نه.
راپورونه زیاتوي چې سټیو ویتکاف او جرد کوشنر لا هم په امریکا کې دي، حال دا چې ټاکل شوې وه د کورنیو چارو وزارت الوتکه یې د سېشنبې په سهار له میامي څخه اروپا او بیا پاکستان ته یوسي؛ خو د الوتنې پلان په وروستیو شېبو کې لغوه شو او الوتکه اوس بېرته واشنګټن ته روانه ده.

