وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې متحده عربي اماراتو له امریکا څخه د احتمالي مالي فشارونو د کمولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخې، ابوظبي خبرداری ورکړی چې که د ډالرو له کمښت سره مخ شي، ښایي اړ شي خپل د نفتو راکړه ورکړه په یوان او نورو نړیوالو اسعارو ترسره کړي.
امریکايي چارواکو ویلي چې د اماراتو د مرکزي بانک رئیس، خالد محمد سالم بالعمي، تېره اوونۍ په واشنګټن کې له لوړپوړو مالي چارواکو سره لیدلي او د اسعارو د تبادلې د یوې ځانګړې کرښې د رامنځته کولو وړاندیز یې مطرح کړی دی.
راپور زیاتوي چې امارات که څه هم تر دې مهاله د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې له مستقیمو اقتصادي زیانونو تر ډېره خوندي پاتې شوي، خو د جګړې دوام یې پر مالي ثبات جدي سیوری غوړولی دی.
چارواکي اندېښنه لري چې دغه وضعیت به د بهرنیو اسعارو زېرمې راکمې کړي او نړیوال پانګهوال به له دې بازار څخه ووځي.
د تحلیل له مخې، د ایران سره شاوخوا ۴۰ ورځنۍ جګړې د اماراتو د انرژۍ پر سکتور منفي اغېز کړی، د نفتو د لېږد بهیر یې ګډوډ کړی او د هرمز تنګي له لارې د صادراتو وړتیا یې زیانمنه کړې ده.
دا وضعیت کولای شي امارات د خپلو مهمو ډالري عوایدو له سرچینو بېبرخې کړي او اقتصادي فشارونه لا زیات کړي.

