سه شنبه, اپریل 21, 2026
Homeکورپاڼهپاکستاني رسنۍ:اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو ته نږدې کېدو...

پاکستاني رسنۍ:اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو ته نږدې کېدو سره پوهنتونونه تړل شوي

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې ځینو پوهنتونونو د ایران او امریکا د خبرو دویم پړاو ته د نږدې کېدو له امله حضوري ټولګي ځنډولي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په اسلام‌اباد او راولپندي کې یو شمېر پوهنتونونو خپل حضوري درسونه بند کړي او تدریسي بهیر یې انلاین ته اړولی دی.

راپورونه وايي چې ازموینې هم ځنډول شوې دي.

که څه هم د ایران او امریکا د خبرو د دویم پړاو دقیقه نېټه لا نه ده اعلان شوې، خو د ځینو پوهنتونونو درسي پروګرامونه د اپرېل له ۲۰مې تر ۲۴مې پورې انلاین دوام لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here