کونړ کې د سېلابونو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سیمهییزو چارواکو ویلي چې تېره ورځ په کونړ ولایت کې د سېلابونو له امله یو کس وژل شوی او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دا سېلابونه د یاد ولایت د نرنګ ولسوالي په لمتک، کوډو او شالوکي سیمو کې راوتلي، چې یو شمېر کورونه او کرنیزه ځمکه یې هم ویجاړه کړې ده.

