د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې سمندري محاصره کولای شي د اوربند د ماتېدو پیل وي او د ایران وسلهوال ځواکونه به هر ځای چې اړتیا وي، مناسب غبرګون وښيي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په لبنان کې د جګړې درول د اوربند لپاره د ایران له اساسي شرطونو څخه و او که دا اوربند مات شي، نو ورته به متناسب ځواب ورکړل شي.
بقایي زیاته کړې، چې په لبنان کې د جګړې بندېدل د امریکا سره د احتمالي هوکړې له مهمو شرطونو څخه ګڼل کېږي.
هغه همداراز ویلي، چې له امریکا سره د هوکړې په اړه خبرې لا تر اوسه وروستي پړاو ته نه دي رسېدلې او نهايي پرېکړه لا نه ده شوې.

