د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو د فرعي کمیټې مشر سناتور مارک کیلي له NBS سره مرکه کې ویلي، هغه بم چې حسن نصرالله پکې ووژل شو، د امریکا لخوا جوړ شوی و.
مارک کیلي ویلي، چې اسرائیلو د حسن نصرالله د وژلو لپاره دوه زره پونډي (۹۰۰ کیلويي) بم چې د مارک۸۴ بمونو له ډلې و، کارولی.
دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په لبنان کې د اسرائیلو له بریدونو سره هممهاله د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، چې په څرګنده توګه د اسرائیلو ملاتړ کوي.
اسرائیلو تر اوسه دا نه دي ویلي، چې د حزبالله د مشر حسن نصرالله د وژلو لپاره یې کوم ډول مهمات کارولي دي.

