پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeافغانستانخلیلزاد:طالبانو د دوحې په هوکړه کې د بشري حقونو د رعایت خبره...

خلیلزاد:طالبانو د دوحې په هوکړه کې د بشري حقونو د رعایت خبره نه ده کړې

زلمی خلیزاد وايي، د دوحې په هوکړه لیک کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د رعایت موضوع نه ده یاده شوې.

نوموړي تېره ورځ پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو شرایطو، پر هغو د نه حملو او له افغانستانه د ترهګریزو ډلو د ګواښونو مخنیوي ته په کې اشاره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو هغه مهال هوکړه کړې وه چې د یوه نوي حکومت د جوړېدو او د هغه حکومت د بشري حقونو پر تګلارو به د دوی، پخواني جمهوري حکومت او نورو افغانانو ترمنځ جلا خبرې کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here