د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې، رزماری دیکارلو، د کابل د سفر پر مهال د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره ولیدل.
کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو او له دې ادارې سره د ایران پر همکارۍ خبرې شوې دي.
دیکارلو د دوحې د بهیر د تعقیب لپاره کابل ته تللې او تر دې وړاندې یې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو سره هم لیدنې کړې دي.

