د کاناډا د محافظهکار ګوند مشر پییر پولیېور د ولسمشر ډونالد ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، کاناډایي سرتېرو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سترې قربانۍ ورکړې دي.
هغه ویلي، تر ۴۰ زرو ډېر کاناډایي پوځیان د ۱۳ کلونو لپاره په افغانستان کې جګړه کې ښکېل وو چې له ډلې یې ۱۵۸ سرتېري وژل شوي دي.
پولیېور ټینګار کړی چې دا قربانۍ باید هېڅکله هېرې نه شي او امریکایي متحدین باید د کاناډا د سرتېرو درناوی وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې زرګونه پخواني پوځیان لا هم له رواني او فزیکي ستونزو سره مخ دي او د هغوی ملاتړ د حکومتونو او متحدینو ګډ مسوولیت دی.

