نږدې ۲۰۰ هغه افغان زدهکوونکي چې له څو میاشتو راهیسې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د فرضي کرښې هغې غاړې ته بند پاتې دي، د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، دغه زدهکوونکي د اسانتیاوو له نشتون او نامعلوم برخلیک څخه اندېښمن دي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې پاکستاني ډیپلوماټیک استازي باید د یادو زدهکوونکو نوملړ په رسمي مهر او لاسلیک تایید کړي، څو د اوښتو بهیر اسانه شي.
زدهکوونکي ادعا کوي چې پاکستاني چارواکي د نوملړ له تاییدولو ډډه کوي او تر اوسه یې همکاري نه ده کړې.
د یادونې ده چې د جنورۍ په ۱۲مه یو شمېر زدهکوونکو ته د تورخم له لارې د تګ اجازه ورکړل شوه، خو هغه نور زدهکوونکي چې د جنورۍ پر ۱۳مه سیمې ته رسېدلي وو، لا هم د پولې دواړو غاړو ترمنځ بند پاتې دي او د اوښتو اجازه نه لري.

