د کابل جلال اباد پر لار د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دا پېښه د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند کاکڅ سیمه کې رامنځته شوې.
دغه پېښه کې ۳۳ تنه ټپیان او ۷ تنو د ننګرهار په دولتي روغتون کې ساه ورکړې ده.
تر اوسه د قربانیانو هویت نه دی څرګند شوی.
د یاودنې ده، چې کابلـجلال اباد د افغانستان له خونړیو لارو ګڼل کېږي.

