چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستاند افغانستان د سترې محکمې پخوانی رییس؛پوهاند عبدالسلام عظیمي په ۹۰ کلنۍ...

د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رییس؛پوهاند عبدالسلام عظیمي په ۹۰ کلنۍ کې وفات شو

د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رییس، پوهاند عبدالسلام عظیمي، د ۹۰ کلونو په عمر په ترکیه کې وفات شو.

عظیمي د فراه ولایت و او د الازهر پوهنتون فارغ و، همدارنګه یې په جارج واشنګټن پوهنتون کې تخصصي زده کړې کړې وې.

نوموړي د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د امریکا د نبراسکا پوهنتون کې تدریس کړی و.

عظیمي د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون د کمېسیون یو مهم غړی و او وروسته د سترې محکمې رییس پاتې شوی و، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې یې په دې دنده کار وکړ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here