چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:په لوګر کې دوه کلاوې او یوه تاریخي ابده کشف...

د طالبانو حکومت:په لوګر کې دوه کلاوې او یوه تاریخي ابده کشف او ثبت شوې

په لوګر کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې دوه تاریخي کلاوې او یوه تاریخي ابده کشف او ثبت شوې ده.

د خروار ولسوالۍ د ګرند غونډۍ په سیمه کې یوه تاریخي ابده موندل شوې، یوه کلا د محمداغې ولسوالۍ د مغل‌خېلو په سیمه کې د «فقیر» په نوم او بله د خوښۍ ولسوالۍ اړوند د «کافر» کلا ده.

د یاد ریاست په وینا، دا تاریخي ځایونه څو پېړیو ته رسېږي.

تر دې وړاندې په لوګر کې ۲۷ نورې تاریخي سیمې هم ثبت شوې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here