د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی، چې د سختې واورې، تېز باد او توپان له امله د سالنګونو په ګډون د افغانستان یو شمېر مهمې لویې لارې د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.
د وزارت په وینا، په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت تر ۴ مترو او ۶۰ سانتيمترو، او په سوېلي سالنګ کې تر ۲ مترو او ۶۸ سانتيمترو رسېږي، چې له امله یې تګ راتګ ناممکن شوی دی.
په بامیان کې د بامیان–یکاولنګ، شبیر کوتل، قوناق کوتل، اقرباط کوتل او ځینې نورې لارې، همداراز په دایکنډي کې خدیر، کومي، قوناق او لوران استرلي کوتلونه، او د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري لارې هم بندې دي.
د طالبانو حکومت وایي، د لارو د پاکولو لپاره کاري ډلې سیمو ته استول شوي او ځینو شرکتونو ته د خلاصولو قراردادونه ورکړل شوي دي.

