د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبرداری ورکړی چې افغانستان په چټک ډول د ښاري کېدو پر لور روان دی او د دې هېواد راتلونکی به له ښارونو سره تړلی وي.
د یادې ادارې د څرګندونو له مخې، تمه ده تر ۲۰۶۰ کال پورې د افغانستان نیمایي نفوس په ښاري سیمو کې مېشت شي.
دې ادارې دا بدلون یو مهم فرصت بللی او ټینګار یې کړی چې که سم مدیریت شي، کولی شي د دوامدار پرمختګ، اقتصادي ودې او سوکالۍ لامل شي.
دغه اداره وايي، د کابل، هرات او مزارشریف په څېر ښارونه په بېساري ډول پراخېږي او که بېپلانه ودې ته پاملرنه ونه شي، د خلکو لپاره د اساسي خدماتو برابرول به له جدي ستونزو سره مخ شي.

