چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو امنیت شورا:د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا:د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر رسټورانټ د داعش برید په کلکو ټکو غندو

‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د چینایانو پر یوه رسټورانټ د داعش ډلې برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو ترهګریز عمل بللی.

شورا د افغانستان او چین د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د برید د عاملانو، تنظیموونکو او ملاتړو د حساب‌ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

امنیت شورا له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو او د شورا د پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې فعاله همکاري وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here