د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی چې هېواد یې د افغانستان او هند د ګډ برید له ګواښ سره مخ دی.
هغه ویلي، که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ځان د پاکستان دوست بولي، خو په عمل کې یې دښمن دی.
خواجه اصف له جيونیوز سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان د دښمنانو له خوا کارول کېږي او ټینګار یې کړی چې دا ګډ ګواښ باید د پاکستان په دفاعي پلان کې شامل شي.
بلخوا، د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا ډول ادعاوې بېاساسه بللي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت او هند اړیکې وروستیو کې ښې شوي دي.

