د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) له لوري ورته د طبیعي پېښو د مدیریت په اړه د نننۍ غونډې لپاره د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې وه.
دغه غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې ترسره کېږي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، «اسلامي امارت» له اړوندو ارزونو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې په یادې غونډه کې د «امارت» د پلاوي ګډون به عملي ګټه ونه لري.
له همدې امله پرېکړه وشوه چې پلاوی دې غونډې ته ونه لېږل شي.
د یادونې ده چې د اقتصادي همکاریو سازمان هر کال د غړو هېوادونو ترمنځ د طبیعي افتونو، اقتصادي همکاریو او سیمهییزو ننګونو په اړه ناستې کوي.

