د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون په یوه بیان کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي، چې د رهبر علي خامنهای پر وړاندې هر ډول «تعرض» به د ټولې اسلامي نړۍ پر ضد د جګړې اعلان وي، او ټینګار یې کړی چې امریکا باید د علماوو له لوري د جهاد د فتوا او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د «اسلامي ځواکونو» د غبرګون تمه ولري.
یاد کمېسیون په خپل بیان کې ټرمپ «رواني» بللی او زیاته کړې یې ده چې د امریکا ولسمشر د قاسم سلیماني او د هغوی په وینا، د زرګونو بېګناه ایرانیانو د وژل کېدو له امله باید د قصاص سره مخ شي.
په بیان کې همدارنګه د ایران د ملي انقلاب پر مهال د زرګونو ایرانیانو وژل کېدو ته په اشارې ویل شوي، چې د امریکا حکومت باید د هماغه شمېر امریکايي سرتېرو د تلفاتو مسوولیت هم ومني.

