د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ټیلیفوني اړیکې له لارې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي په دې تلیفوني اړیکه کې ویلي چې د منفي پېښو د رامنځته کېدو مخه نیول شوې او امنیت او ثبات د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
نوموړي ټینګار کړی چې ډیپلوماسي او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکول د ټولو لوریو لپاره غوره لاره ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ددې تلیفوني تماس قدردانی کړی او د طالبانو له حکومت، خلکو او د رسنیو له مثبتو دریځونو یې مننه کړې او دوهاړخیزې اړیکې یې په بېلابېلو برخو کې د ودې په حال کې بللې.

