د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت د نن دیکشنبې په ورځ په رسمي سفر دوحې ته ولاړ.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وایي، هغه د دوحې د نړیوال سمندري او دفاعي نندارتون او کنفرانس کې د ګډون لپاره قطر ته تللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې قطر د طالبانو له حکومت سره سیاسي اړیکې لري او د دې حکومت سیاسي دفتر هم له کلونو راهیسې په دوحه کې فعال دی.

