د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د افغانستان د پنبې صادراتو نړیوالو بازارونو ته لار موندلې او دا مهال دا محصول د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګلهدېش او ایران ته صادرېږي.
د خونې رییس غلام یحیی وايي، که څه هم له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو ستونزې جوړې کړې؛ خو همدې وضعیت افغان سوداګر دې ته اړ کړل چې بدیل بازارونه ولټوي او خپلې سوداګریزې لارې متنوع کړي.
د نوموړي په وینا، افغان پنبه دا مهال د بنګلهدېش، ترکیې او ایران په بازارونو کې د پاکستان په پرتله په لوړه بیه پلورل کېږي، او سوداګرو د څو میاشتو له ځنډ وروسته په تدریجي ډول وتوانېدل چې د صادراتو نوې لارې فعالې او خپل سوداګریز فعالیتونه بېرته منظم کړي.

